د څېړندوی محمدنبي صلاحي رپوټ
د افغانستان د قلم ټولنې د روان ( ۱۳۸۹) لمریز کال د غبرګولي د میاشتې پر۲۶ مه نېټه، د چهارشنبې د ورځي په مازدیګر، د هېواد د نومیالي لیکوال او شاعر استاد نجیب منلي د درېونویو چاپ شویو کتابونود مخ کتنې لپاره، یوه درنه ادبي غونډه جوړه کړې وه. دا درې کتابونه یو (کتاب فروش) و چې، د دري شعرونو ټولګه ده، بل په انګلیسې ژبه (د پښتو د معاصر شعر بېلګې ) اثرواو په دغه کتاب کې، د کوزې او برې پښتونخوا د یو شمېر نامتو شاعرانو د کلام نمونې، په انګریزي ژبه باندې ژباړل شوې وې او درېیم کتاب ( د افغاني شعر انځور) دی چې، په فرانسوی ژبه باندې د یو شمېر نومیالیو پښتنو او دري ژبو شاعرانو د شعرونو نمونې ترجمه او چاپ شوې دي. دا غونډه چې د پروردګارعالم (ج) په سپېڅلي نامه سره پیل شوه، د غونډې په سر کې، استاد اسدالله غضنفرد استاد منلي د نثر په ځانګړتیاوو باندې، ډېره په زړه پورې رڼا واچوله او د هغه نثر یې یو کنترول نثر وباله. ددې په څنګ کې یې دا هم ښکاره کړه چې:
«استاد منلی په نثر کې اضافی شیان نه لیکي. دده نثر وجدان ته وفاداراو د ضمیر آوازته لبیک ویونکی نثر دی. دده په لیکنو کې، عوام فریبي نشته او وروستی بری به هم، د هغو لیکوالوپه برخه وي چې، د زړه له تله یې لیکي. استاد منلی که څه هم په ډېرو ژبو پوهېږي، مګر په خپلو لیکنو کې د نورو ژبو لغتونه، نه استعمالوي.»
ده دا هم وویل چې:
«لغتونه لکه انسانان د غسې مري او ترټولو ښه نثر هغه دی چې، ولس یې وایی او زموږ مور او پلار پرې خبرې کوي. څرنګه چې، موږپه اکاډمیکو لیکنو کې، یوه عمومي سبک ته ضرورت لرو، نو موږ حیران وو چې، په دې برخه کې، د چا طرز انتخاب کړو. تاسې وینئ چې، زیاتره نثرونه کلیشه یی او ادبیات ځپلی دي، مګر د استاد منلي نثر ولسي ژبې ته ډېر ور نژدې دی، لوستونکی پرې پوهېږي او دده سبک یو علمي سبک دی.»
بیا مجیب مهرداد د کتاب فروش په اثر باندې خپله مقاله واوروله. له هغه وروسته پویامک خپله مقاله وویله. دوئ په خپلو مقالو کې، نه یوازې د استاد منلي دري شعر وستایه، بلکې په ځینو برخو کې یې پرې کره کتنه هم وکړه. دوئ پر دې ټکي باندې تینګار وکړ چې:
«د استاد منلي شعر یو ډېر جدي سپین شعر دی او دده په شعر کې، د یوه مضمون روزنه کېږي. د ښاغلي ومان نیازي له خوا ، د استاد منلي له هر دري شعر سره، د ریالیستیکو انځورونو کښنې، دا کتاب ډېر په زړه پورې کړی دی . »
بیا ګلنور بهمن او ډاکتر رودوال، د استاد منلي د فرهنګي او ادبي شخصیت په اړه یو په بل پسې ویناوې وکړې او د هغه ریالیستیک شخصیت یې وستایه. په پای کې، استاد منلي خپله وینا واوروله. هغه وویل: «کومې خبرې چې تاسې وکړې، زه پر هغو باور نه لرم. زما د شعر یوه برخه داسې ده:
ته چې سپوږمۍ ته ګوري
دلته لا لمر ولاړ دی
زما د شعر دغه کړۍ ، دافغانستان او فرانسې تر منځ درې ساعته واټن ښیي. زما په شعرونو کې، یو شمېر دغه ډول مساءلې شته. ده په خپله ویناکې، په افغانستان کې د ایراني کېدو هڅه ناکامه وبلله او پر دې یې ټینګار وکړ چې:
«د ایران اوسنی شعر کمزوری دی او اوس دوئ د شعر ښې نمونې په افغانستان کې ګوري. خدای پاک (ج) دې وکړي چې، پښتو، دري او د افغانستان نور ادبیات، د نړیوال ادب د څلي په جوړېدو کې، خپله ونډه تر سره کړي.»
استاد منلی زیاته کړه:
«پښتو ژبې ما ته احساسات را کړي، دري ژبې عقل را کړی او فرانسوی ژبې تحلیل را کړی دی!»
استاد منلی تل له فرهنګیانو سره په ورینه ټنډه باندې روغبړ کوي او هغه پرې را ټول وي. دده خوله همیشه له خندا نه ډکه وي او تندی یې ورین وي. موږ له دې نه دا الهام اخلو چې، استاد منلی لا تر اوسه پورې د افغانستان او نړۍ ادبیاتو ته هیله من دی. استاد له ادبي استعداد نه ډک شاعر او ادیب دی، تل نوې خبرې لري او سړی د ادبي جراوبحثونواو فرهنګي مساءلود ارزونې په برخه کې، دده په وینا باندې ډېر باور کولی شي.
استاد منلي په پای کې، پر دې ټکي باندې ټینګار وکړ چې:
«زه درېو شیانو ته تعهد لرم:
اـ هنر ته تعهد ۲- خپل ځان ته تعهد او۳- وسیلې ته تعهد.»
د استاد منلي ان عادی مجلس هم ، له خوند او پند نه ډک وي. څو ورځي مخکې یې په یوه ناسته کې، د خپل بچي دا خبره را ته وکړه چې:
«افغانان عجیب عادت لري،دوئ هم خبرې کوي او هم یو بل ته غوږ نه نیسي!»
دا غونډه هم ډېره بریالۍ پای ته ورسېده او د غونډې په یوه برخه کې مشاعره هم وشوه. د غونډې برخه والو، د کتابونو د مخ کتنې دغه غونډه، د استاد په ژوند د یوه علمي او ادبي سیمینار د جوړېدو لپاره، سریزه وبلله.